تنویر پوهنتون

تنویر پوهنتون

✦ د خصوصي لوړو زده کړو معتبر موسسه

تنویر پوهنتون
رڼا ستاسو راتلونکي ته

موږ د علم، اخلاق او مسلکي مهارتونو له لارې نوی نسل جوړوو. د معیاري زده کړې، څېړنې او ټولنیز خدماتو مرکز په کنړ کې.

+۳۰۰
زده کړیالان
پوهنځي او څانګې
۰
تخصصي برنامې
+۱۳
کلنه تجربه

د تنویر پوهنتون تاریخچه

تنویر پوهنتون د افغانستان په شمال ختیځ کې د کونړونو مجاهد او علم پروره ولایت په مرکز کې فعالیت لري. ددې پوهنتون اساسي موخې او اهدف دادې چې خپل ګران هېواد ته د خپل دین ، عقیدې او فرهنګ څخه خبر علمي او مسلکي کادرونه په مختلفو څانګو کې وړاندې کړي، تر څو د خپل دین ، عقیدې او هېواد د پرمختګ لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي او په دې لار کې هر راز سرښندنې ته تیار وي ، د خپل هېواد په علمي ، اقتصادي او تخنیکي پرمختیا کې فعاله ونډه واخلي. د کونړونو ولایت علم پروره ولس په غوښتنه او ارزو او د استاد زاهدالله زاهد په هڅو او هاند ددوه پوهنځیو «حقوق او سیاسي علوم ، اواقتصاد» په چوکاټ کی رسما منظور او اړونده اداراتو ته یې د فعالیت کولو حکم صادر کړ او په ۱۳۹۱/۸/۱۷ لمريز کال يې خپل د (۶۹) نمبر جواز چې د ثبت شمیره یې (۵۱۴) ده ترلاسه کړ، بالاخر د ذیربطه مسؤلینو په هڅو اوهاند په (۱۳۹۱) کال کی رسماً په خپلو اکاډمیکو، علمي او اداري فعالیتونو پیل وکړ، د پوهنتون رهبري هیئت لخوا په ۱۳۹۱/۹/۱ نیټه د یو ستر پوهنیز مرکز په توګه د لوړو موخو د لاسته راوړلو په منظور د پوهنتون اهداف او مرام تعین او تصویب شول.

بنسټګر

د پوهنتون بنسټ ایښودونکی

د تنویر پوهنتون بنسټ ایښودونکی د لوړو زده کړو د پراختیا او د افغانستان د ځوان نسل د راتلونکي د روڼولو لپاره ژمن دی. د علم او معارف د خپرولو مبارکه لار همواره د دې موسسې لومړیتوب ده.

موخې

زموږ هدف او موخې

د معیاري زده کړې، څېړنې او ټولنیز مسؤلیت له لارې مسلکي او اخلاقي زده کړیالان چمتو کول چې د هېواد په پراختیا کې فعاله برخه واخلي. موږ د کیفیت، شفافیت او نوښت په بنسټ کار کوو.

وداني

د پوهنتون وداني

د تنویر پوهنتون عصري وداني په کنړ کې د زده کړې، لابراتوارونو، کتابتون او ورزشي امکاناتو سره د زده کړیالانو لپاره مناسب چاپیریال برابروي.

د مشرتابه پیغامونه

د لوړو زده کړو وزارت، بنسټګر او د پوهنتون د رئیس پیغامونه

MOHE

د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو د معیاري زده کړې ملاتړ کوي. تنویر پوهنتون د دې لارې چارو یو باوري شریک دی چې د هېواد د ځوان نسل د علمي پراختیا لپاره کار کوي. د معیاري زده کړې، شفاف مدیریت او د زده کړیالانو د حقونو د خوندیتوب تضمین زموږ ګډه مسؤلیت دی.

په درنښت،
د لوړو زده کړو وزارت

بنسټګر

ګرانو محصلینو، استادانو او د پوهنتون علمي کورنۍ ټولو غړو! السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته تنویر خصوصي پوهنتون د علم، څېړنې او نوښت پر بنسټ تاسیس شوی دی، څو د هېواد د ځوانانو لپاره د نړیوالو معیارونو سره سم د زده‌کړې او څېړنې چاپېریال برابر کړي. زموږ موخه یوازې د مسلکي مهارتونو روزنه نه ده، بلکې د داسې نسل روزنه ده چې د ټولنې د مثبت بدلون لپاره مسؤل، نوښتګر او د انساني ارزښتونو درناوی کوونکی وي، او داسې علمي کدرونه وي چې هیواد مو د سیالانو سره سیال کړي. موږ باور لرو چې پوهه د پرمختګ تر ټولو قوي وسیله ده. له همدې امله، پوهنتون د کیفیت لرونکي تدریس، د څېړنې د ودې، او د محصلینو د عملي تجربو د غښتلتیا لپاره ژمن دی. د تنویر خصوصي پوهنتون هر غړی محصل، استاد او اداري کارکوونکی د دې سترې موخې برخه دي، او زموږ ګډه هڅه به د علمي لاسته راوړنو ترڅنګ د ټولنې د روښانه راتلونکي سبب شي.

په درنښت،
الحاج دکتور زاهدالله زاهد
د تنویر پوهنتون بنسټګر

رئیس

ګرانو محصلینو، استادانو او د پوهنتون ملګرو! السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته زه ویاړم چې د تنویر پوهنتون د رئیس په توګه د داسې علمي ټولنې مشري کووم چې د زده‌کړې، څېړنې او نوښت په برخه کې د نړیوالو معیارونو د پوره کولو لپاره ژمنه ده. زموږ پوهنتون هڅه کوي چې محصلینو ته نه یوازې مسلکي مهارتونه ور زده کړي، بلکې هغوی د ټولنې د مثبت بدلون لپاره مسؤل وګړي هم وروزي. زموږ ستره موخه د علمي کیفیت لوړول، د څېړنیزو پروژو پراخول، او د محصلینو د وړتیاوو غښتلتیا ده. زه په ټینګ باور لرم چې د استادانو علمي هڅې، د محصلینو نوښتګر فکر، او د اداري کارکوونکو ژمنتیا به د پوهنتون د لاسته راوړنو بنسټیزه برخه وي. تنویر خصوصي پوهنتون د علمي لاسته راوړنو ترڅنګ د انساني ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره هم ژمن دی، څو زموږ محصلین د هېواد او ټولنې د روښانه راتلونکي لپاره اغېزمن رول ولوبوي.

په درنښت،
سراج الاسلام سراج
د تنویر پوهنتون رئیس

ژر لاسرسی

د زده کړې سفر پیل کړئ

د تنویر پوهنتون د زده کړیال پورتل ته ننوځئ او خپلې زده کړې، فیسونه او نمرې وګورئ.

اوس ننوځئ